د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوه ورځې وروسته به وکولی شي چې له لاجورد لارې صادرات پیل کړي چې پنځوس سلنه لګښت به يې د افغان حکومت له لوري وي.
وړاندې تر دې ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې پر اوومه د افغانستان د صادراتو یو بار پر لاجورد لار صادره شي، خو اوس د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د تیر سازمان په چوکاټ کې د افغاني صادراتو لومړی بار په دې لار ولېږدول شي.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رئیس وايي، دا بار به له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې تېر شي او ان ټولو اروپايي هېوادونو ته به ورسول شي.
حسن سروش وړاندې زیاته کړه: «د روانې اوونۍ په پنجشنبه به، د لوړپوړو چارواکو او د [لاجورد لارې] غړو هېوادونو د پلاوي په حضور کې د صادراتو لومړی بار ترکيې ته صادرېږي.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له لاجورد لارې صادرات د افغانستان، سیمې او اروپا لپاره تر ټولو ارزانه او مناسب فرصت دی.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي باید دا هڅې یوازې نمایشي ونه اوسي: «موږ هیله لرو چې دا نمایشي نه وي او دوامدار وي او موږ باید دوامدار خپلې میوې له دې لارې ولېږدوو.»
د معلوماتو له مخې د افغاني صادراتو لومړي بار کې به ۱۷۰ ټنه پنبه، وچه میوه او کنجد وي چې د تیر سازمان د پالیېسۍ په اساس به نهو لویو موټرو کې ولېږدول شي.