یوه پانګهوال په پلازمینه کابل کې د حبوباتو او غوړیو د تولید په پار د ۲۵ میلیون ډالرو پانګونه کړي ده.
په دې کار خونه کې به د وریژو د پروسس کارخونه، په یوه ورځ کې د غوړیو د تولید کارخونه، چرګانو لوی فارمونه او ځينې نورو تولیدي کارخونې شاملې دي.
په همدې حال کې دا سوداګر د امنیت تامین غوښتنه کوي او وايي چې د زورواکو او غیرمسوؤلو وسلهوالو شتون له کبله ډېر شمېر پانګهوال هېواد کې د پانګوونو زړه نه ښه کوي.
پانګهوال، محمدباز غیرت څرګندوي:«موږ له حکومت څخه یوازې امنیت غواړو اوس مهال یو شمېر کسان په هېواد کې د یو شمېر وسلهوالو شتون له کبله پانګهونه نه کوي.»
په همدې حال کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر وایي چې د ولسمشر د حکم له مخې دولتي ادارې اړې دي چې په خپلو تړونو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.
د کرنې او اوبو لګونې وزیر، نصیر احمد دوراني څرګندوي:«موږ د کرنې برخې ټولو پانګه والو ته غږ کوو چې راشي او د نویو اسانتیاوو سره د کرنې په برخه کې بانګهونه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي، هېواد کې د شولو کښت زیاتوالي لپاره زمینې برابریدو ترڅنګ د وریجو د پروسس لویې کار خونو باندې کار روان دی.