Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: ترهګرۍ ډلې په ننګرهار کې د ډبرو کانونه چورتالان کوي

د ګلوبل ویټنس په تازه رپوټ کې راغلي په ننګرهار کې طالبان او داعش اورپکي د سیمه‎ییزو زورواکو په مرسته کانونه باسي.

رپوټ کې کاږل شوي دغه قیمتي غمي پاکستان ته له قاچاق وروسته د اروپا او امریکا بازارونه ته هم رسېږي.

په رپوټ کې راغلي په ننګرهار کې د کانونو په تېره بیا شوکاڼو د ایستلو لپاره له درنو ماشینونو کار اخیستل کېږي او ایستل شوې ډبرې په لویو لاریو کې له قانوني او ناقانونه لارو پاکستان ته صادروي او په دې هېواد کې له پروسس وروسته د پاکستان په نوم اروپايي هېوادونو او امریکا ته صادرېږي.

د روڼیتا د څار بنسټ د دې رپوټ په تایید سره وايي په امنیتي ادارو کې فساد د دې لامل شوی چې په پراخه کچه شوکاڼي په لاریو کې په قانوني لارو پاکستان ته صادر شي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري په دې اړه وویل:« زموږ موندنې ښيي چې د دولت د مخالفو وسله‎والو عواید، مافیايي ډلې سیمه‎ييز زورواکي د هېواد له کانونو د کال لس برابره عواید چې د هېواد له خوا راغونډېږي دي.»

په دغه رپوټ کې راغلي که څه هم افغان حکومت د ملي بودیجې د تمویل او د ډبرو د کانونو د عوایدو د زیاتوالي لپاره په هېواد کې د شوکاڼیو کانونه په ګوته کړي خو په اوسني وخت کې د دې برخې د عوایدو د زیاتوالي پر ځای د دغو ډبرو کانونه له لاسه ورکوي.

که څه هم د کانونو وزارت په دې اړه څه نه وايي خو پر طبیعي سرچینو د څار بنسټ غړي وايي په تیرو دوو کلونو کې میلیونونه ټنه تَلک یا شوکاڼي په بیلابیلو پلمو پاکستان ته صادر شوي دي.

پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړی ابراهیم جعفري په دې اړه څرګنده کړه:«دوه کاله مخکې حکومت د تلک صادرات ودرول خو د فشارونو له امله بیا ځلې د تلک صادرات یوازې د دې له محدودیت سره چې په یوه کال کې صادر شي له سره پیل شول، خو له هغه مهاله تراوسه په مېلیونونه ټنه د تلک ډبره پاکستان ته صادره شوې ده.»

د هېواد د کانونو په تېره بیا د ډبرو چورتالان نه یوازې په ختیځ بلکې د هېواد په ډېرو برخو کې د مدني ټولنې، نړیوالې ټولنې او افغان وګړو اندېښنې راپارولې دي.

د کانونو د برخې یو شمېر کارپوهان وايي که حکومت د کانونو په برخه کې کارنده مدیریت رامنځته نکړي دا چاره به افغانستان د هغو یو شمېر افریقایي هېوادونو له برخلیک سره مخامخ کړي چې له ډېرو کلونو راهیسې د کانونو جګړې په اور کې سوځي.

دغه کارپوهان په کانونو وزارت کې پرلپسې سرپرستي او له دې وزارته د مسلکي کدرونو تېښته د هېواد د کانونو د مدیریت په وړاندې لویې ننګونې بولي.

د ګلوبل ویټنس په نوي رپوټ کې چې د ننګرهار د شوګاڼي غرونه د داعش او طالبانو په واک کې په نوم خپور شوی په دغه ولایت کې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو لخوا د مرمرډبرو، کرومات او شوګاڼو د کانونو د چورتالان ترڅنګ د جګړې د دوام لپاره د دغو سرچینو د کارولو خبره شوې ده.

شریک یي کړئ