د افغانستان مرکزي بانک، په نړیوالو بازارونو کې د کلدارو او تومانو شدید هسک او ټیټ کېدل، په پام کې نیولو سره غواړي چې له دغو پیسو په راکړه ورکړه کې ونه کار وي.
د مرکزي بانک چارواکي وايي چې د بهرنیو اسعارو د تبادلې په نرخ کې بدلون، د دغه بانک له کنټرول څخه بهر دی، او دا بانک د هغو کسانو په وړاندې چې د کلدارو او تومانو په تبادلې کې زیان ویني، ځواب ویونکي به نه وي.
مرکزي بانک کهڅه هم تراوسه نه پوهېږي چې دمګړۍ د هېواد په اقتصاد کې په کومه اندازه کلدارې او تومان په دوران کې دي. خو مني چې اوس هم د هېواد په څه باندې ۱۳ ولایتونو کې پاکستاني کلداره او په ځينو لوېدیځو ولایتونو کې ایراني تومان په ورځنۍ راکړه ورکړه کې کارول کېږي.
د بانک د پیسو د سیاست مشر سیداسحاق علوي په دې اړه طلوع نیوز ته وايي:« زه غواړم چې هېوادوالو ته ووایم هغه کسان چې د ګاوڼدیو هېوادونو له اسعارو استفاده کوي، د بهرنیو اسعارو د استفادې پر ځای په خپلو ورځنیو راکړې ورکړې کې، له افغانیو کار واخلي. ځکه چې د بهرنیو اسعارو په تبادله کې هسکوالی او ټیټوالی زښت زیات دی او هغوی زیانمن کېږي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د هېواد پولي سیاست کمزوری بولي او زیاتوي د افغانستان بانک باید پر پولي سیاست د بیاکتنې ترڅنګ د افغانۍ د دودولو لپاره جدي پروګرامونه ولري.
د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد رومل اتل په دې اړه وايي:«مرکزي بانک د دې له امله چې کارکوونکي یې په ولایتونو کې په سمه توګه کار نه کوي، ناتوانه دي چې دا ستونزه حل کړي، په داسې حال کې چې د دغه بانک مکلفیت د افغانیو د ثبات ساتل او په هېواد کې د هغه دودول دي.»
اخوا د افغانستان بانک له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرو زیاتې اړیکې او په سوداګریز بیلانس کې کسر په هېواد کې د افغانیو پر وړاندې لوی خنډ بولي. د افغانستان بانک په وینا اوسمهال د هېواد په اقتصادي بازار کې ۲۲۶ مېلیارده افغانۍ په چلند کې دي.