Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رایو ورکوونکو د شمېرو د راټولولو پر څرنګوالي اختلاف

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ، د ټاکنو په ورځ د رایو ورکوونکو بایومټریک کېدل به دغه بنسټ په غاړه ولري، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې هغوی هېڅ بنسټ ته اجازه نه ورکوي چې د کمېسیون په دغه کار کې لاسوهنه وکړي.

د احصایې او مالوماتو د ملي ادارې مسلکي مرستیال حسیب الله موحد د رایو ورکوونکو د بایومټریک کېدو د عملي کېدو لپاره له چمتووالي ډاډ ورکوي او وايي چې دغه اداره به د رایو ورکوونکو شمېرې هم راغونډې کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون کولای شي له دغو شمېرو کار واخلي.

وایي د ولسمشر د حکم له مخې دا اداره مکلفیت لري چې د ټاکنو په ورځ رایې ورکونکي بایومتریک او د دوی رایې راټولې کړې.

ښاغلی موحد همدارنګه زیاتوي چې د سیستمونو د پراختیا معینیت د رایو ورکوونکو د بایومټریک د وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو په حال کې دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«دا د کمېسیون په کار کې مداخله نه ده، لکه څرنګه چې نور بنسټونه د دغې ادارې له شمېرو کار اخلي، کمېسیون هم کولای شي د اړتیا په وخت کې د خپلو ستونزو د حل لپاره له دغو شمېرو کار واخلي. شمېرې د احصایې اداره غونډوي او په خپل ډېټابیس کې یې ثبتوي.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه بنسټ لخوا د رایو د مدیریت او راټولولو په وړاندې غبرګون ښيي او وايي د دې بنسټ له وړاندیز وروسته ولسمشر یو حکم صادر کړی او په هغه کې یې مسوولو ادارو ته ویل شوي چې د رایو ورکوونکو د بایومټریک وسایل او تجهیزات د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته برابر کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند او منشي سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«کمېسیون هېڅ بنسټ ته اجازه نه ورکوي چې د کمېسیون په کار کې لاسوهنه وکړي. د شمېرو راغونډول د کمېسیون کار دی.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم د احصایيې او مالوماتو ادارې ته د رایو ورکوونکو د بایومټریک سپارل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راوستل ګڼي.

د فیفا اجرايي رییس محمد یوسف رشید وايي:«د احصیاییې ادارې او ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ د ټاکنو د مدیریت وېش دی او دا یوه ګډوډي رامنځته کوي. سبا خلک د ټاکنو د پایلو په اړه پر ټاکنو کمېسیون باور وکړي که یا د احصاییې پر ادارې؟.»

د سیاسي ګوندونو او حکومت ترمنځ له څو میاشتو جنجال وروسته حکومت اعلان وکړ د ټاکنو په ورځ به د رایو ورکوونکو بایومټریک ترسره شي.

سیاسي ګوندونه په دې باور دي چې د کابو پنځه مېلیونه کسانو خیالي نوم لیکنه شوې ده.

شریک یي کړئ