د بهرنیو چارو پخواني وزیر، زلمي رسول نن(سېشنبې د مرغومې پّ ۲۵مه نېټه) د ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندی په موخه د نوم لیکنې لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولاړ او نوم یې ولیکلو.
د ولسمشریزو ټاکنو دې نوماند د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غوښتنه وکړه چې د خلکو له رایو سره باید خیانت ونشي.
نوموړي وویل:«ژمنه کوم چې د تعصب، تبعیض او ناانډولتیا پر وړاندې مبارزه وکړم او د سولې، امنیت او ولسواکۍ په برخه کې به مبارزه کوم.»
ښاغلي رسول د راتلونکو ټاکنو د رڼښت په اړه وویل:«د ټاکنو قوانین مالوم دي موږ د افغانستان د قوانینو له مخې ځان نوماند کوو او د افغانستان د خلکو خدمت په موخه. دا د ټاکنو کمېسیون دنده ده چې څه ډول عمل کوي تر څو د خلکو رایو سره خیانت ونشي. که کمېسیون دا کار ونکړ نو د خلکو پر وړاندې مسوول دی او موږ به د خلکو له رایو دفاع کوو.»
ده مخکې له دې هم په تېره دوره کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ځان نوماند کړی وو.
په دې دور کې له ښاغلي رسول مخکې عبدالطیف پدارم، حکیم تورسن، سیدنورالله جلیلي او عنایت الله حفیظ هم د ولسمشریزو ټاکنو کې لپاره نوم لیکنه کړې ده.
زلمی رسول د ۲۰۱۰ زیږدیز کال له لومړیو تر ۲۰۱۳ کاله پورې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړی په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د بُن کنفرانس له ګډونکوونکو دی چې د مؤقت حکومت رامنځته کېدو لامل وو. د حامد کرزي په مشري حکومت کې ښاغلی رسول د هوايي چلند وزارت لپاره وګمارل شو.
ښاغلي رسول د پخواني ولسمشر، حامد کرزي د حکومت پرمهال د ملي امنیت سلاکار په توګه هم کار کړی دی.
زلمی رسول په تېرو دولسو کلنو کې د حامد کرزي نېږدې کس وو چې په ډېرو بهرنیو سفرونو کې یې ورسره ملتیا کوله. هغه ښاغلي رسول په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون په موخه د بهرنیو چارو وزارت له مقامه استعفاء ورکړه.