Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند؛ یو ځوان د رايې په خاطر ګوته له لاسه ورکړه

هلمند کې یو ځايي چارواکی وايي د ولسي جرګې په ټاکنو کې د رايې ورکولو له امله طالبانو د یو تن ګوته پرې کړې ده. 

د هلمند د ولایتي روغتون مشر، احمد ضیاء حیات وايي، دغه کس حفیظ الله نومېږي او د ګرشک اوسېدونکی دی. 

د سرچینې په وینا حفیظ الله د ټاکنو په ورځ د رایې اچولو لپاره له ګرشک نه مرکز لښکرګاه ته راغلی و، چې د بېرته تګ پر وخت يې موټر د نهر سراج په مربوطاتو کې درول شوی او طالبانو له ځان سره وړی دی. 

هغه وايي دغه کس درې ورځې له طالبانو سره زندان کې و، چې له راخوشي کېدو وروسته څرګنده شوه، هماغه ګوته چې د رايې پر وخت رنګ شوې وه، غوڅه شوې ده. 

دا د تېرو ټاکنو د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي. 

په ۱۳۹۳ل کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون له امله د یوولسو تنو ګوتې غوڅې کړل شوې. 

شریک یي کړئ