د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (شنبه د مرغومې ۲۹ مه)له غرمې وروسته په رسمي توګه د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه.
فضل الهادي وزین د هغه د لومړي مرستیال او قاضي حفیظ الرحمان نقي د دویم مرستیال په توګه د هغه په ټاکنیز ټکټ کې حضور لري.
ګلبدین حکمتیار د ۱۳۹۵ کال په تلې میاشت کې له حکومت سره له کلونو مخالفت وروسته، د سولې تړون لاسلیک کړ او له هغې وروسته کابل ته راغلی.
د ښاغلي حکمتیار لومړی مرستیال، د اسلامي علومو څېړونکی او د هېواد په پوهنتونونو کې اسلامي علوم تدریسوي.
د حکمتیار دویم مرستیال هم اسلامي علوم لوستي او په سترې محکمه کې د کار تجربه لري.
ګلبدین حکمتیار د ولسمشرۍ ټاکنو نهم نوماند دی چې په رسمي توګه نوملیکنه کوي. له دې مخکې عبدالطیف پدرام، حکمیم تورسن، سیدنور الله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامرز تمنا او حنیف اتمر هم د راتلوونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده.
ګلبدین حکمتیار په ټاکنو کمېسیون کې تر نوملیکنې وروسته په خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې اوسنی نظام باید بدلون وکړي؛ ځکه چې د هغه په باور دغه نظام «د وینې تویېدو، جګړې او وژنې» د دوام لامل شوی دی. هغه ملي یووالی حکومت په فساد تورن وي او وايي چې دا حکومت تر ستوني په فساد کې ډوب دی.
حکمتیار وايي چې د افغانستان د اساسي قانون لپاره بدیله طرحه لري، چې له اوسني اساسي قانون څخه په «ځلونو غوره او جامع» ده.
د ښاغلي حکمتیار له نوملیکنې لږ وروسته، د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود هم د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندۍ لپاره نوملیکنه وکړه.
د لوړو زده کړو پخوانی وزیره فریده مهمند د لومړۍ مرستیالې او د پوهنتون استاد عبدالطیف نظري د احمد ولي مسعود د دویم مرستیال په توګه معرفي شوي دي.
احمد ولي مسعود ۵۴ کاله عمر لري او د انګلستان په ویسټ منسټر پوهنتون کې د سیاست په برخه کې زده کړه کړې ده.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د روان کال د مرغومې میاشتې له ۱۳مې نېټې پیل او سبا (یکشنبه، د مرغومې ۳۰ مه نېټه) د دغه بهیر وروستۍ نېټه ده.
رحمت الله نبیل هم د ولسمشر کېدو لپاره ډګر ته راودانګل
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم د شنبې ورځې په وروستیو شېبو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه.
د ښاغلي نبیل ټاکنیزې ډلې «امنیت او عدالت» له شعار سره د ولسمشرۍ ټاکنو د سیالیو ډګر ته راودانګل. ښاغلی نبیل ۵۱ کلن دی او پاکستان په پېښور پوهنتون کې زده کړې کړې دي.
هغه له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ زیږدیز کال پورې د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه کار وکړ.او په دې وروستیو کې یې د افغانستان د خلکو محور په نامه بهیر جوړ کړ.
مراد علي مراد چې د افغانستان په ملي پوځ کې د کار تجربه لري، د هغه د لومړي مرستیال په توګه معرفي شوي دی ښاغلی مراد ۵۸ کلن دی او په پوځي برخه کې یې زده کړې کړې دي.
هغه د طالبانو رژیم له پرځېدو وروسته د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو پستونو کې کار کړی دی. مراد څو ورځې مخکې د کابل ګارنیزیون له ریاسته استعفا وکړه او د نبیل له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو.
د ښاغلي نبیل دویمه مرستیاله ۵۷ کلنه مسعوده جلال ده چې هغې د کابل پوهنتون کې زده کړې کړې دي او لومړنۍ مېرمن د چې د ۲۰۰۴ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې هم ځان نوماند کړی و.
مېرمن جلالي د ۲۰۰۴ کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د حامد کرزي په کابینه کې کار کړی. مېرمن جلالي د ملګرو ملتون سازمان د خوړو په پرورګرام او کابل پوهنتون کې د کار تجربه په خپله کارنامه کې لري.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله هم په دغو ټاکنو کې د نوماندانو په توګه نوملیکنه وکړي.
ولسمشرۍ ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي.