د ولسي جرګې ټاکنې تېرې تلې میاشتې پر (۲۹-۲۸) ورځو ترسره شوې، چې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه يې د لړم نولسمه یادونه شوې وه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤلینو وړاندې ویلي و، چې لومړنۍ پایلې به د لړم د نولسمې پر ځای د لېندۍ پر درېیمه اعلان کړي.
تازه دغه کمیسیون وايي، نهشي کولی ټولې پایلې په یوه نېټه اعلان کړي، چې دلیل يې د رایو په بیا شمېرلو کې پېچلتیا او شکایتونه یادوي.
د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي په اړه وویل: «د دې بهیر په پچېلیتا او څو طریقې چې استعمال شوې وې، په دې ټاکنو کې دې بهیر یو څه پېچلتیا پيدا کړې وه، ښايي د لېندۍ پر دویمه پایلې اعلامول شروع کړو، خو د ټولو ولایتونو به د لېندۍ پر دویمه اعلام نه شي.»
په ورته وخت کې د ټاکنیز بهیر څارونکي بنسټونه بیا د کمیسیون دا دلایل نه مني او زیاتوي چې دوی د سیاسي فشارونو له امله نهشي کولی پایلې اعلان کړي.
د ټاکنیز بنسټ غړی حبیب شینواری وايي، دوی تخنیکي نه؛ بلکې سیاسي ستونزې لري: «د دوی [کمیسیون] کار ډېر سیاسی دی، غیر تخنیکي دی، دا دې علت کېږي چې ډېر په سستۍ په غیر مسلکي ډول پایلې اعلانوي.»
تېره ورځ هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړوند څارونکو بنسټونو د دې کمیسیون خپلواکي تر سوال لادې یاده کړه او د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش ځنډ يې د نمونې په توګه یاد کړ.
د افغانستان د رڼو او ازادو ټاکنو د بنسټ ویاند صغرا سعادت وویل، کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش نهشي اعلانولی او د حکومت غږ ته يې غوږ نیولی دی.
هغې وویل: «دوی په لومړیو کې له دې صلاحیته ګټه نه شوای اخیستلی او اوس هم پوره دې ته غوږ دي چې حکومت څه فرمان صادروي.»
په ورته وخت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر نعیم اصغري هم ورته نظر درلود، هغه زیاته کړه : «د نړیوالې ټولنې شرط هم ضرور دی، د هغوی تصمیم ډېر زیات ضروري دی، چې ایا هغوی هم د وري په ۳۱مه ټاکنې غواړي، که د سولې په پلمه يې ځنډوي.»
د ولسي جرګې غړی ګل محمد رسولي زیاتوي، چې ټاکنو کمیسیون له سفارتونو تصمیمونه اخلي: «خپلواکي نه لري، تر دې چې له حکومت او سفارتونو خپل تصمیمونه اخلي.»
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تراوسه د ولایتونو د رایو ۳۹ سلنه پایلې په مالوماتي بانګ کې ثبت شوې او همداراز د رایو ورکونکو د بایومتریک دستګاوو څه باندې دوه میلیونه مالومات زیرمتون ته رسیدلي دي.