کندهار کې د (تلې ۲۶مې) پېښې وروسته، چې پکې د ولایت امنیه قومندان او د ملي امنیت رییس ووژل شول، ټاکنې یوه اوونۍ وځنډول شوې.
په دې ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د لړم په پنځمه وشوې، چې لا يې هم د ټاکنیز بهیر اړوند شکایتونه او اعتراضونه دوام لري.
د همدې شکایتونو او اعتراضونو پر اساس د کندهار ولایت ۹۰سلنه ټاکنیزو مرکزونو رايې بیا شمېرل کېږي.
په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ساحوي دفتر مشر نعمت الله وردګ وايي، دوی د نوماندانو په غوښتنه او د مرکزي دفتر په امر دا رايې بیا شمېري.
هغه وویل: «موږ د مرکزي ادارې په غوښتنه باندې د ۱۲۰۰ محلونو رايې ټولې شمېرو، ځکه تر دې مخکې هم نوماندانو غوښتنه کړې وه، چې رايې باید وشمېرل شي.»
د دې تر څنګ ځينې نوماندان له کابله تللی پلاوی او کندهار کې ټاکنیز مسوولین پر درغلۍ تورنوي او زیاتوي چې د څو مشخصو نوماندانو په ګټه رايې بیا حسابېږي.
د شکیبا هاشمي په نوم یوې معترضي نوماندې وویل، چې دغه کسان د رایو ډېرولو لپاره له نوماندانو پیسې اخلي: «د ټاکنو کمیسیون او راغلی پلاوی له هر نوماند څخه پیسې اخلي او د هغو کسانو رايې ډېروي چې اصلي لیست کې هیڅ رايې نه لري.»
خو دغه پلاوی د معترضو نوماندانو دا ډول تورونه بې اساسه بولي او زیاتوي چې دوی یوازې پاکې او ناپاکې رايې سره بېلوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو د عمومي مرکز مسوول عبدالنصیر مومند وايي: «موږ د دوی دا ادعاوې ردوو، موږ په دې خاطر راغلي یو، چې د پایلو د جمعبندي هغه فورمونه چې د ټاکنو کمیسیون او څارونکو له لوري يې معیارونه نه و پوره کړې، موږ په دې پورسه کې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کوو.»
د محب الله په نوم د یو نوماند استازی بیا وايي چې د ګڼو نوماندانو دا غوښتنه وه، چې باید ټولې رايې بیا وشمېرل شي، خو اوس چې د څو محلونو شمېرل کېږي دا د ځينو نوماندانو پر غوښتنه کېږي، هغه زیاته کړه: «دا کار د ځينو نوماندانو په غوښته شوی، دا د نوماندانو غوښتنه وه، چې ټولې رايې دې وشمېرل شي.»
کندهار کې د نا امنیو له امله په معروف او نېښ ولسوالیو کې هیڅ نوملیکنه ونه شوه، ځکه خو رايې هم نه دي کارېدلې.
د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې ټولې ۲۳۵زره رايې کارېدلې دي.