Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اتمر: ولسمشرۍ ټاکنې باید په خپل ټاکلي مهال ترسره شي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند  محمد حنیف اتمر  ټينګار کوي چې ولسمشرۍ ټاکنې په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

د هغه مهال‎وېش له مخې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا اعلان شوی، ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې د راتلوونکي کال د چنګاښ په ۲۶ مه ترسره شي.

حنیف اتمر وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې ځنډ د منلو وړ نه دی:«ټاکنې باید ترسره شي. د اساسي قانون پر بنسټ، زموږ نظام باید د ملت د ارادې له لارې رامنځته شي، هېڅکله اندېښمن کېږئ مه، موږ تل پر دې ټیګار کړی چې سوله باید د افغانستان اسلامي جمهوري په چوکاټ کې راشي؛ یعنې د نظام جمعوریت او اسلامیت خوندي شي، نو ټاکنې حتمي دي.»

ښاغلي اتمر چې د یکشنبې په ورځ (د کب په ۱۹ مه) د یو شمېر مېرمنو په ګډون غونډه کې خبرې کولې وايي په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۱۵۰ زره تنه مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلی اتمر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل حتمي بولي او په دغه ناسته کې ښځو ته هم ډاډ ورکوي چې د سولې په خبرو کې به د خلکو په تېره بیا ښځو په حقونو معامله ونه شي.

د نننۍ غونډې ځينې نور ګډونوال د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پر مانا لرونکي حضور ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«داسې اندېښنې او انګېرنې شته چې شونې ده موږ تېر وخت ته ستانه شو، شونې ده چې د ناوړه حکومتونو ترخې خاطرې تجربه کړو. او زه یقین لرم چې هم نرینه سیاستوالان او همدارنګه مقاومې ښځې به هېچا ته اجازه ورنه کړئ چې موږ تېروخت ته ستانه شوو.»

ښاغلی اتمر پرته له دې چې د ولسمشر غني نوم واخلي وايي ځینې کسان د ښځو د رایو د ترلاسه کولو په لټه کې دي او له همدې امله په هېواد کې یو شمېر مېرمنو ته د ارګ په نوم پیسې ورکول کېږي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته دا نوماند په داسې حال کې پر ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسراوي ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي انتخاب شوي دي.

شریک یي کړئ