د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن(یکشنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې له کابو دریوو میاشتو وروسته اعلان کړې.
د کمېسیون د شمېرو له مخې ولسمشر غني له ۹۲۳زره زیاتو رایو په ترلاسه کولو ۵۰،۶۴سلنه رایې خپلې کړې او لومړي ځای کې دی.
همداراز اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د نوملړ په دوهم ځای کې دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې پایلې یې د ۱۸۲۴۴۰۱ معتبرو رایو له مخې اعلان کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳ نوماندانو پایلې اعلان کړې او هغه پنځه نوماندان چې د ټاکنو له ورځې مخکې له خپلې نوماندۍ تېر شوي وو په دې نوملړ کې شامل نه دي.
د ۱۳۹۸ کال ټاکنو کې ۱۸ نوماندانو ګډون کړی وو چې د ټاکنو تر ورځې نورالحق علومي، شیدا محمد عبدالي، ابراهیم الکوزي، زلمي رسول او حنیف اتمر په ټاکنو کې په بېلابیلو دلایلو ګډون ونه کړ او یو شمېر یې هم له خپلې نوماندۍ تېر شول.
د علان شویو پایلو له مخې د ولسمشرۍ ۱۳ تنو نوماندانو د رایو شمېر په لاندې ډول دی.