فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: دوو پخوانیو وزیرانو دوسیو وروستي کېدل
ولسمشر غني د پخواني حکومت د کابینې د دوه وزیرانو د اداري فساد د دوسیې له وروستي کېدو خبر ورکوي.
ښاغلي غني په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې په څلورمه کلنۍ غونډه کې، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او یو شمېر نورو دیپلوماتانو او حکومتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، کهڅه هم د دغو وزیرانو نومونه نه اخلي خو وايي چې هغوی به ډېر ژر په ځانګړو محکمو کې محاکمه شي.
په دې خپرونه کې کوربه، فواد امان پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړې، ناهید فرید
له اداري فساد سره د مبارزې څار کمېټې کمېشنر، باري سلام