ګفتمان: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دندو د تشکیل او صلاحیتونو قانون
د چارو ادارې او د وزيرانو شورا دارالانشا په دې وروستيو کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د تشکيل، دندو او صلاحيتونو قانون له ځينو بدلونونو وروسته په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته سپارلی دی ترڅو دغه قانون بيرته د تصويب لپاره ولسي جرګې ته وليږي.
د خپرونې د لېدو لپاره دغه ځای کیکاږۍ:
که څه هم دا قانون پنځلس ورځې مخکې د ولسي جرګې لخوا تصويب شو او بايد ولسمشر کرزي هغه توشيح کړی واي، خو ولسمشر هغه نه دی توشيح کړی او د دې قانون په مسوده کې يې يو لړ تعديلات رامنځته کړي دي، يو شمېر سياسي ګوندونه او ايتلافونه د حکومت لخوا د دغو بدلونونو رامنځته کول غيرعملي ګڼي.
د سیاسي ګوندونو، ایتلافونو او د ملي شورا غړو په دغه قانون کې د تازه بدلونو ته په غبرګون کې ولسمشر ته په دې اړه خبردارۍ ورکوي او زیاتوي چې دغه تغیرات ناعملي دي او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې د کمیسیون خپلواک توب به تر پوښتنې لاندې راولي.
ویل کیږي که چیرې ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې د کمیسیون قانون توشیح نکړي، نو راتلونکې ټاکنې به رڼې، عادلانه او آزادې نه وي.
میلمانه:
حمیدالله فاروقي د حق او عدالت د ګوند ویاند
فاضل سانچارکي د ملي ایتلاف ویاند
غلام حسن ناصري د ولسي جرګې غړی
ناهید فرید د ولسي جرکې غړې
په دې اړه مو اندونه