Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د درنو وسلو کاروَنه؛ د وینې په سرطان د سلګونو ماشومانو اخته کېدل

د کندهار ولایت د عامې روغتیا مسوولین وايي، سویل کې په وروستیو کلونو کې د جګړو زیاتوالي سره سلګونه ماشومان د وینې په سرطان اخته شوي دي چې یوازې یاد ولایت کې ۶۸۰ یې ثبت دي او هره اوونۍ وینه اخلي.

د ناروغو ماشومانو کورنۍ وايي چې ډاکټران د وینې سرطان د ناروغیو لامل په جګړو کې د درنو وسلو کارولو زهري مواد بولي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس، ډاکټر موسی جان وايي:«ښکاره خبره ده چې زموږ فضا له جنګونو ډکه ده، دلته څلورو ولایتونو کې جګړې دي او هر ډول چاودېدونکي توکي کارول کیږي چې د سرطاني ناروغیو لامل کیږي.»

په ورته وخت کې د ناروغو ماشومانو ميندې وايي کلونه کيږي چې اولادونه يې د وينې په سرطان اخته شوي دي او هره اوونۍ باید وینه واخلي.

دوى وايي روغتيا پالان ددې ناروغۍ لامل په جګړو کې د درنو وسلو کارول، په ښارونو کې درنې چاودنې، بې کيفيته خوارکي توکي او درمل بولي.

دوى په جګړه کي له ښکلو غاړو غواړي چې نور جنګ بس کړي او سولې ته غاړه کيږدي تر څو ماشومان يې روغ پاتي شي.

د یوه ناروغ ماشوم مور، راضیه څرګندوي:«جګړه بس شي، څو نور ماشومان چې پیدا کیږي روغ ووسي، اوس زموږ لورګانې او نګندې نور ماشومان نه راوړي، وايي چې ناروغ به وي. اوس هرې چاودنې نه ماشومان ویريږي، او رنګ یې سپین شي.»

 له یوه ناروغ سره راغلې، فاطمه زیاتوي:«د جګړو له کبله ما ته دا ناروغي پیدا شوې ده، او غواړم چې سوله راشي.»

په سويلي ولايتونو کندهار، هلمند ، زابل او روزګان کې هر کال سلګونه ماشومان په سرطاني ناروغيو اخته کيږي.

شریک یي کړئ