Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ په پېښو کې ۶۲ سلنه زیاتوالی راغلی

ننګرهار ولایت کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د درمنلې ۵۰ بستريز روغتون رییس وايي چې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ياد روغتون د رییس ډاکټرعبدالوکیل زیار په وينا، په تېرو څو اوونيو کې ياد روغتون ته پر کويډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو مراجعه ډېره شوې‌ده.

ښاغلي زیار زیاته کړه:«له تېرو دوو اونيو راهیسې په ننګرهار کې د کرونا مثتبې پېښې ډېر شوي چې د تېرو اوونيو په پرتله يې په سلنه کې هره ورځ ډېروالی لېدل کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د کورونا ۶۲۹ مثبتې پیښې ثبت شوې. ننګرهار يو له دغو ۱۷ ولايتونو دی چې د کورونا مثبتې پېښې په‌کې ډېرې ښودل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست مطبوعاتو مسول ډاکټر ظاهر عادل وايي:«ننګرهار کې د کورونا درېیمه څپه چې له جنورۍ میاشتې شروع شوې او کومو کسانو چې سمپلونه اخیستل اکثرو یې مثبت راوتلي دي.»

بلخوا په ننګرهار کې د کورونا درمنلې روغتون مسولین وايي، د يادو پېښو د احتمالي ډېرېدو لپاره چمتووالی لري، خو هم‌مهال له خلکو غواړي چې روغتيايي سپارښتنې مراعت کړي.

د کویډ ۱۹ ناروغۍ متخصص ډاکټر هدایت  وايي:«سردرد ، زړه تنګي او ستړیا د دې ناروغۍ له عمده نښو څخه شمېرل کېږي.»

په ننګرهار کې د کويډ ۱۹ ناروغۍ د ډېرېدو په تړاو راپورونه په داسې حال کې دي چې په تازه ګی د افغان جاپان روغتون مسولينو ويلي چې د کورونا وېروس نوې بڼه په چټکتیا سره د خپرېدو په حال کې ده، خو ياد روغتون تراوسه د اومېکرون تشخیصیه کېټونه نه لري.

په ننګرهار کې د کويډ ۱۹ ناروغۍ د ډېرېدو په تړاو راپورونه په داسې حال کې دي چې په تازه ګی د افغان جاپان روغتون مسولينو ويلي چې د کورونا وېروس نوې بڼه په چټکتیا سره د خپرېدو په حال کې ده.

Thumbnail

ننګرهار ولایت کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د درمنلې ۵۰ بستريز روغتون رییس وايي چې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ياد روغتون د رییس ډاکټرعبدالوکیل زیار په وينا، په تېرو څو اوونيو کې ياد روغتون ته پر کويډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو مراجعه ډېره شوې‌ده.

ښاغلي زیار زیاته کړه:«له تېرو دوو اونيو راهیسې په ننګرهار کې د کرونا مثتبې پېښې ډېر شوي چې د تېرو اوونيو په پرتله يې په سلنه کې هره ورځ ډېروالی لېدل کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د کورونا ۶۲۹ مثبتې پیښې ثبت شوې. ننګرهار يو له دغو ۱۷ ولايتونو دی چې د کورونا مثبتې پېښې په‌کې ډېرې ښودل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست مطبوعاتو مسول ډاکټر ظاهر عادل وايي:«ننګرهار کې د کورونا درېیمه څپه چې له جنورۍ میاشتې شروع شوې او کومو کسانو چې سمپلونه اخیستل اکثرو یې مثبت راوتلي دي.»

بلخوا په ننګرهار کې د کورونا درمنلې روغتون مسولین وايي، د يادو پېښو د احتمالي ډېرېدو لپاره چمتووالی لري، خو هم‌مهال له خلکو غواړي چې روغتيايي سپارښتنې مراعت کړي.

د کویډ ۱۹ ناروغۍ متخصص ډاکټر هدایت  وايي:«سردرد ، زړه تنګي او ستړیا د دې ناروغۍ له عمده نښو څخه شمېرل کېږي.»

په ننګرهار کې د کويډ ۱۹ ناروغۍ د ډېرېدو په تړاو راپورونه په داسې حال کې دي چې په تازه ګی د افغان جاپان روغتون مسولينو ويلي چې د کورونا وېروس نوې بڼه په چټکتیا سره د خپرېدو په حال کې ده، خو ياد روغتون تراوسه د اومېکرون تشخیصیه کېټونه نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه