Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: په ټول خوست کې یوازې پنځه مرکزونه د فعالیت جوازونه لري

د عامې روغتیا وزارت موندنې ښيي چې په خوست ولایت کې له څه باندې ۷۰۰ روغتونونو، کلینیکونو، لابراتوارونو او درملتونونو څخه یوازې پنځه یې جواز لري.

د یاد وزارت یو پلاوی چې خوست ته تللی دی، وایي که دغه روغتیایي مرکزونه په یوه میاشت کې جواز وانه‌خلي، د تړلو په برخه کې به یې اقدام وشي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رییس احمد خاندان وايي:«څه باندې ۶۰۰ تر ۷۰۰ کلینیکونه، روغتونونه، لابراتوارونه، راډیولوژۍ او روغتیايي مرکزونه شتون لري؛ خو موږ نه یوازې د خوست په مرکز کې بلکې د خوست په لېرې پرتو ولسوالیو کې هم څارنه لرو.»

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمن زاهد هم وویل:«هغه ځایونه چې موږ مهر و لاک کړي او یا نه دي کړي ټولو ته سپارښتنه شوې او له ټولو ژمنه اخیستل شوې که‌چېرې تر راتلوونکې یوې میاشتې جواز وا نه خلي، ټول ځایونه به وتړل شي.»

ورته مهال، د خوست یو شمېر اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت د دغه اقدام ستاینه کوي، خو له مسوولینو غواړي چې د خصوصي او دولتي روغتیايي مرکزونو له فعالیتونو دوامداره څارنه وکړي.

د خوست اوسېدونکی محمد داوود څرګندوي:«له جواز پرته د کلینکونو او ډاکټرانو فعالیت په حقیقت کې د انسانانو له ژوند سره لوبې کول دي. موږ له جګ پوړو چارواکو غواړو چې د دوی تصفیه په ښه توګه ترسره کړي.»

د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت پلاوي په خوست کې شته بې جوازه روغتیايي کلینیکونو ته یوه میاشت موده ورکړې څو په ترڅ کې یې د خپلو روغتیایي مرکزونو او درملتونونو لپاره جواز ترلاسه کړي که نه د تړلو په برخه کې به یې اقدام وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه