Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سمنګان کې د ماشومانو تر منځ د خوارځواکۍ ناروغي زیاته شوې

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی. 

د دغه ریاست په خبره، ۱۴۰۲ لمریز کال کې له ۷۰۰ ډېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، او اوس هم په دې روغتون کې بستر دي.

د سمنګان د ولایتي روغتون امر، عثمان حمیدي وايي د روان لمریز کال د وري میاشتې له پیله تر دې دمه پر خوارځواکۍ ۶۴ تنه اخته ماشومان روغتون ته ور وړل شوي.

عثمان حمیدي زیاته کړه: « په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۷۱۶ تنه د سمنګان په ولایتي روغتون کې بستر شوې او تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي. او دغه راز په وري میاشت  کې هم ۵۰ تنه ناروغان لرو چې د دغې ناروغۍ زیاتوالی ښیي.»

یو شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې پر دې ناروغۍ اخته دي، غریبي، اقتصادی ستونزې او د امیداورو مېندو نامنظمه تغذیه ددې ناروغۍ عوامل ګڼي.

فوزیه کارگر پرستار گفت: «کودکان به دلیل‌های چون اقتصاد ضعیف، ناامنی، رعایت نکردن حفظ‌ الصحه از طرف مادران و نداشتن فاصله میان ولادت‌ها از سوی مادران به سوء‌تغذیه مبتلا می‌شوند.»

نرسې، فوزیه کارګر وویل: « ماشومان د مېندو له لوري د روغتیایي ټکو نه مرعتولو، د زېږون تر منځ د فاصلې نشتون، اقتصادي کمزورۍ، نا امنۍ له امله په خوارځواکۍ اخته کیږي.»

محي الدین چې د سمنګان له لرې پرتې ولسوالۍ حضرت سلطان روغتون ته راغلي وايي د غریبۍ او روغتیايي امکاناتو نشتوالي له امله دوه شل ورځني ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

محي الدین زیاته کړه: « موږ د غزه خلک یو، هلته مې اینګور حامله شوه، زموږ په خپله سیمه کې ډاکټر نشته، نرس نشته او د حمل پر مهال مو سمه پالنه ونشوه کړای، ځکه غریب یو نو د خوراک او څښاک لپاره مو ښه شی نشو پیداکولی، له همدې امله دوه شل ورځني ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او دلته د سمنګان روغتون ته راغلي یو چې پخیر ښه شي.»

د ناروغ ماشوم مور، انیس ګل هم وویل: « ما د خپل حمل نهه میاشتې موده نه وه پوره کړې چې ماشوم مې وزېږوه او بیا ناروغ شو او هر څومره مې چې درملنه یې وکړه، ښه نشو، ځکه د حمل پر مهال زما وینه هم کمه او اوس مې ماشوم هم په خوارځواکۍ اخته دی، مزار شریف کې مې هم درملنه وکړه او دلته په سمنګانو کې هم بستر یم.»

د ماشومانو ژغورنې بنسټ د ۲۰۲۴ زېږیز کال له پیل سره سم خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې د خوراکي ناورین له امله هر درېیم ماشوم له لوږې ځورېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه