محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د ملي روغې جوړې د عالي شورا پر لومړنۍ غونډې بحث
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه شورا له لومړنۍ غونډې چې تېره ورځ جوړه شوه هرکلی کوي.
پومپيو د ملي روغې جوړې عالي شورا «د سولې د هڅو په درشل کې یو جامع او معتبر بنسټ» ګڼي او وايي چې د هغې د لومړنۍ غونډې جوړېدل د پرمختګ لپاره یو بل ګام دی.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي دي چې د افغانستان مشران او سیاسي څېرې د عادلانه او تل پاتې سولې د پرېکړې نیولو او ملاتړ لپاره متحد شوي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه وحید احمدي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه شورا غړې، فریده مهمند
د پخواني ولسمشر د دفتر رییس، کریم خرم