محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د طالبانو بیا راتګ په اړه اندونه
که طالبان د سولې بهیر سره د یوځای کېدو وروسته د هېواد راتلونکې نظام کې ونډه واخلي، د دوو لسیزو په تېرېدو سره به خلک د دوی د کړنلاره د کومو بدلونونو شاهدان وي؟
یو شمېر هېوادوال اندېښنه لري چې که طالبان د هېواد راتلونکې نظام کې ونډه واخلي نو د تېرو کلونو لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخامخ شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې، قدریې یزدان پرست سره خبرې شوې دي.