د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ ۱۶مه نېټه
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ په یوه پروګرام کې ویلي چې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د اسلامي امارته د خلکو او ځينو هېوادونو ترمنځ د واټن ډېرېدو یو له اصلي لاملونو څخه دی.
ښاغلي ستانکزي د هغو زدهکوونکو او زدهکړیالانو د فراغت په غونډه کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ملاتړ یې تحصیلي سندونه ترلاسه کړي، وايي، له پوهنې پرته ټولنه تیاره ده او یو ځل بیا یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پر پرانیستې ټينګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه