Skip to main content
وروستي خبرونه
د شپني خبرونه

د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ دسلواغې ۴مه نېټه

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي امریکايي چارواکو افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې د دوی د ځواکونو ویستل به د افغان ځواکونو پر جګړه ییزو وړتیاو کومه اغېزه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له افغانستان نه د ۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو د ویستو اعلان وکړ او دې خبر افغان حکومت چې اوسمهال له طالبانو سره په جګړه کې دی، اندېښمن کړ.

ښاغلی عبدالله همداراز وايي له دې اعلان نه وروسته امریکايي چارواکو افغان حکومت ته څرګنده کړه چې د سرتېرو ویستو په تړاو یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او واشنګټن په دفاعي او امنیتي برخه کې له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې کېږي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews