د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۱مه نېټه
افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر، راین کراکر د امریکا او طالبانو ترمنځ ورستۍ خبرېاترې په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې د واشنګټن او ویتنام ترمنځ خبرو ته ورته بولي او زیاتوي «موږ یوازې د خپلې تسلیمۍ پر شرایطو خبرې کړې دي.»
ښاغلي کراکر واشنګټن پُست ته په یوې مقاله کې چې تېره ورځ(سېشنبې د سلواغې په ۹مه نېټه) خپره شوې، لیکلي چې د سولې پر چوکاټ د دواړو خواوو (امریکا او طالبانو) ترمنځ هوکړه د افغان حکومت په نشتون کې د طالبانو په غوښتنه ترسره شوه او دا په دې مانا ده چې «موږ هغه حکومت چې د ملاتړ ادعا یې کوو، مشروع نه بولو.»