د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۹مه نېټه
د مسکو غونډې د ګډون کوونکي پلاوي یو تن غړی نجیب الله مجددي وايي چې د تېر په پرتله د طالبانو په لید لوري کې ډېر بدلون راغلی او هغوی د افغانستان د وضعیت په اړه متفاوت فکر کوي.
د مسکو غونډه د دوه ورځو لپاره (د سلواغې په ۱۷ او ۱۸ مه) جوړه شوه او په هغه کې کابو اویا تنو سیاستوالو، او په لسګونه تنه طالب استازو ګډون کړی وو. د دغې غونډې ګډون کوونکو د دغې غونډې په پای کې یو نهه مادهییز پرېکړهلیک صادر کړ چې په هغه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د خبرو اترو دوام او د یوه مرکزي قوي حکومت په اړه سره هوکړه وکړه.