د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د لړم ۲۹مه نېټه
نن ماښام مهال کابل ښار کې د هوايي ډګر پر سړک یوه هوټل کې، د چاودنې له امله شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، پېښه د یو تن بریدګر له لوري شوي، چې له ځان سره لېږدونکي چاودېدونکو ته يې په تالار کې د ننه چاودنه ورکړې ده.