د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د کب ۱۰مه نېټه
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وايي چې طالب جنګیالیو د جمعې ورځې (د کب په ۱۰ مه) د سهار درې بجو په شاوخوا کې له څو خواوو د شوراب پر اډې برید وکړ چې دې ځای کې ۲۱۵ میوند قول اردو هم موقعیت لري.
دا برید، د شپې ناوخته له دوه بجو وروسته پیل او تراوسه (۶ بجو) پورې یې دوام درلود.
خو د دغې خبرپاڼې پربنسټ، په دغه برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې مالوم نه دی. او دمګړۍ په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.
خو یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په دغ برید کې د میوند قول اردو د ګارنیزیون قومندان په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي او د جګړې د دوام دا دی چې ځینې بریدګر هاموې موټرو ته ننوتلي دي.