د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د غويي ۲۶مه نېټه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې راتلونکو ټاکنو کې به له نوي ټکنالوژۍ کار نه اخیستل کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه حکم کې چې یوه نسخه یې طلوع نیوز ته رسېدلي ده راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د تعدیل شوي قانون د ۱۹مې مادې دوهمه فقره په راتلونکو ټاکونو یعنې د ولسمشرۍ ټاکنو، د غزني پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د پلې کولو وړ نه ده.
په دې پرېکړه کې راغلي، هغه کسان چې د راتلونکو ټاکنو او همداراز د غزني د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوي، د بایومټریک له ځانګړنو پرته به یې نوم لیکنه کېږي.