د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا د تاکنو خپلواک کمېسیون د قوانینو پر سرغړونې تورن وي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړنو په اړه د فیفا بنسټ د څیړنو له مخې نوموړي کمېسیون ۱۸ ځله د انتخاباتو له قانونه سرغړونې کړې دي، ۶ ځله یې د ټاکنو د مهال وېش د اعلان په تړاو قانون ترپښو لاندې کړی او همداراز یو ځل ددې بنسټ لخوا له اساسي قانونه سرغړونه شوې ده.
د فیفا بنسټ غړی نعیم اصغري وايي:«... د ټاکنو قانون ۳۵ ماده په څرګنده تر پښو لاندې شوې چې د ټاکنو کمېسیون خپل ځينې واکونه حکومت ته سپارلي دي.»
د فیفا د عدالت غوښتنې ډلې غړي وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوماندانو د نوم لیکنې پرمهال دوه ګونی چلند درلود او همداراز یې د سیاسي ګوندونو د غوښتنو په وړاندې په بې پامۍ عمل کړی دی.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارونه رڼه نه بولي. سیاسي ګوندونه وايي د کابو پنځه مېلیونه کسانو نومونه په تقلبي توګه په کمېسیون کې ثبت شوي دي.