د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله او یو شمېر جهادي مشراانو د احمد شاه مسعود د وژنې اوولسم تلین په مناسبت نن(یکشنبې د وږي۱۸مه) په مسعود څلور لاره کې د نوموړي په نوم څلې خوا ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
دې کسانو د مسعود او د هېواد د هغو افغان ځواکونو روح ته دعا وکړه چې په جګړو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
احمد شاه مسعود ۱۷ کاله مخکې د وږي په ۱۸مه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د القاعدې ډلې یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
نوموړی د ډګروال دوست محمد خان زوی وه او د ۱۳۳۲ کال د وږي په ۱۱مه د پنجشېر په جنګلک کې زېږېدلی وه.
مسعود د ژوند لومړي کلونه په پنجشېر کې تېر کړل او په پنځه کلنۍ کې ښوونځي ته شامل شو. خو د پلار دندې لپاره وروسته هرات او بیا کابل کې زده کړې وکړې.
کله چې د کابل پلتخنیک پوهنځي انجینرۍ څانګې ته شامل شو او له دې سره یې ۱۳۵۲ کال کې په رسمي توګه د اسلامي نهضت غړيتوب خپل کړ.
هغه په ۱۳۵۴ کال کې د لومړي ځل لپاره په پنجشېر کې د وخت حکومت لخوا د پاڅون مشري پر غاړه واخیسته.
احمد شاه مسعود وروسته له هغې زده کړې پرېښودې او په بیلابیلو وختونو کې یې د روسانو او طالبانو پر وړاندې جګړې وکړې.
نوموړی په ۱۳۸۰ کې د دوو ترهګرو لخوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو او یوه یې ځانته چاودنه ورکړه ووژل شو.