د سرای شهزاده صرافانو ټولنې د پنچشبنې په ورځ (د وږي په ۲۹ مه) وویل چې دمګړۍ د هېواد په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې د افغانیو په پرتله د ګاونډیو هېوادونو پیسې استفاده کېږي او د دغو پیسو د چلښت مخنیوی به د افغانیو د ارزښت د تقویت لامل شي.
د ډالرو په وړاندې د افغانیو له بې مخینې کمښت وروسته د شهزاده سراي د صرافانو ټولنه په ځینو ولایتونو کې د هېوادوالو لخوا د ایرانیو ریالو او پاکستاني کلدارو پر ځاي د افغانیو کارول د افغانیو د ارزښت د لوړولو یوه لار بولي.
د دې ټولنې ویاند وايي سربېره پر دې چې د هېواد په سرحدي سیمو کې د ګاونډیو هېوادونو پيسې کارول کېږي آن په پلازمېنې کې هم د ځینو توکو او آن د موټرو او کورونو په پېرپلور کې له ډالرو کار اخیستل کېږي او دا د افغانیو پر ارزښت منفي اغېزه لري.
د سرای شهزاده صرافانو د ټولنې ویاند هاشم روضهیي په دې اړه وویل:«یوه ډېره ښه لایحه چې په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د پیسو چلښت د مخنیوي ځواب ویونکی وي، رامنځته کړي ترڅو په سرحدي ولایتونو کې د ګاونډیو هېوادونو د پیسو پر ځای په افغانیو راکړه ورکړه وي. له دې سره به کابو ۷ تر ۸ مېلیارد افغانیو به په دوران راشي.»
خو د افغانستان بانک رییس چې په سرحدي ولایتونو کې د ګاونډیو هېوادونو له حده زیات کارولو لامل د دغو هېوادونو توکو ته د نوموړو ولایتونو سخت پيلتوب ګڼي او وايي د افغانیو د کارولو او د هغې د ارزښت د پياوړي کولو تلپاتې لاره د کورني اقتصاد پیاوړي کول او د کورني تولید د کچې لوړول دي ترڅو د وارداتو په کمولو د ګاونډیو هېوادونو د پیسو کارولو او د دوی د توکو پېرلو ته د خلکو اړتیا کمه شي.
د افغانستان بانک رییس خلیل صدیق زیاته کړه:«د هر څيز ارزښت د هغه عرضه او تقاضا تعیین وي. کله چې یوه څيز ته تقاضا کمه شي د هغه ارزښت هم کموالی پیدا کوي. د ګاونډیو هېوادونو د پیسو چلښت په دې افغانيو د تقاضا د کموالي او یا نشتوالي په مانا دی او دا یعنې د افغانیو د ارزښت کموالی؛ له همدې امله د ګاونډیو هېوادونو د پیسو د چلښت مخنیوی د افغانیو د تقویت لپاره ښه تګلاره ده.»
د سوداګریز بیلانس د کسر پر کمښت سربېره د افغانستان بانک رییس د افغانیو په دودولو کې د خلکو پر رول ټینګار کوي، په تېره یوه میاشت کې په ننګرهار په ځانګړې توګه جلال اباد کې په دې برخه کې پراخې هڅې پيل شوې چې تر ډېره د دې ښار د اوسېدونکو په ورځینو چارو کې د افغانیو د کارولو لامل شوې دي.