بلخ کې د افغانستان عادلانو او آزادو ټاکنو بنسټ یوازې په دې ولایت کې د رایې ورکړې د ۴۱ تړلو مرکزونو په اړه اندېښنه لري. د دي مرکزونو له ډلې یې ۱۲ د نوم لیکنې پرمهال پرانیستي وو.
د یاد بنسټ مسوؤل، عبدالعظیم عظیمي وايي په دې سره به ډېر شمېر کسان د رایې ورکړې له حق څخه بې برخې شي. «له بده مرغه دا مراکز تړلي پاتې کېږي، هغو کسانو چې دلته نوم لیکنه کړې ده د ټاکنو کمېسیون د پالیسۍ له مخې له رایې ورکړې بې برخې کېږي.»
بلخ کې د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مسوؤلین وايي چې امنیتي ځواکونو د مرکزونو پرانیستو ژمنه کړې ده.
له بلې خوا د بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر وايي دې ولایت کې ۳۱۵ د رایې ورکړې مرکزونه شته او ۲۴ یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.
په همدې حال کې د بلخ اوسېدونکي د ټاکنو مرکزونو د امنیت تامین غوښتنه کوي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی، محمد آصف وايي:«غواړو چې امنیتي ځواکونه دېره هڅه وکړي او د رایې ورکړې مرکزونه پرانیزي.»
د مزارشریف ښار اوسېدونکی، شفیع زیاتوي:«هغه کس چې ځي او رایه ورکوي، باید ډاډ ترلاسه کړي چې امنیت یې تامین دی.»
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردوقومندان، جنرال ولي محمد احمدزی په شمال کې د ټاکنو امنیت تامین ډاډ ورکوي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي:«ټولو ځواکونو د ټاکنو امنیت تامین لپاره چمتووالی نیولی دی او د بلخ شریفو خلکو او په ټوله کې شمال او شمال ختیځ ته ډاډ ورکوو چې موږ امنیتي پلان نیولی دی.»
ټاکل شوې د روانې تلې میاشتې په اته ویشتمه نیټه د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.