اندونیزیا کې د تېرې ورځې نسکورې شوې الوتکې قربانیانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
تېره ورځ اندونیزیا کې بوئینګ الوتکه چې ۱۸۹ سورلۍ یې درلوده نسکوره شوې ده.
دا بوئینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه د اندونیزیا له پلازمېنې "جاکارتا" نه د پانګکال پینانګ ټاپو پر لور روانه وه.
په همدې حال کې د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ویدودو د الوتکې د سورلیو له کورنیو سره ولیدل.
اندونیزیايي چارواکي وايي ښایې د الوتکې ټوله ۱۸۹ سورلۍ وژل شوې وي.
تېره ورځ د مسافرانو او د الوتکې ټوټې په اوبو کې موندل شوي دي.