کابل کې د غزني په جاغوري، مالستان او د ارزګان په ځينو سیمو کې د وروستیو نا امنیو په تړاو لاریون وروسته له هغه پای ته ورسید چې ولسمشر غني ورسره د مرستې ژمنه وکړه.
دغه سلګونه لاریون کوونکي چې له تېرې شپې راهیسې يې ارګ ته څېرمه پښتونستان واټ کې د دولت ضد شعارونه ورکول، نن له غرمې وروسته بېرته کورونو ته ستانه شول.
په دې لاریونو کې چې ګڼو مېرمنو هم برخه اخیستې وه، د فیروزې په نوم یوې مېرمنې پر خلکو د بیدارۍ غږ وکړ: «کندز مو په څه حال شو؟ غزني مو په څه حال شو؟ ارزګان مو په څه حال شو؟ او وروره بیدار شئ!»
صابره یوه بله لاریونواله ده، هغه وايي: «موږ له اشرف غني یوه مرسته غواړو، ټول خلک شهیدان شول، ناوې ته تللی نه شي.»
مهدي راسخ هم ورته اندېښنه لري: «خلک چېرته نه شي تللی، کوشش کوي چې په ولسوالۍ کې خوندي ځای پیدا کړي.»
زهرا هم وايي چې جاغوري کې خلک غرونو او دښتو ته تللي دي: «په جاغوري کې خلک غرونو او دښتو ته تللي.»
راپورونه وايي طالبانو په جاغوري کې د جګړې تر څنګ پر مالستان ولسوالۍ هم د اجرستان او خاص ارزګان له لوري بریدونه کړي او د ولایتي شورا غړو يې د سقوط وېره ښکاره کړې.
په همدې حال کې ولسمشر غني له لاریونوالو سره د ټلیفون له لارې خبرو کې وویل، چې غزني کې يې د جګړې د قومندې لپاره پخپله لوی درستیز لېږلی دی.
غني وویل: «نن سهار مې شخصاً لوی درستیز ته هدایت وکړ، چې غزني ته تشریف یوسي او د جګړې قومنده نېغه پر غاړه واخلي او د ۲۰۱ قول اردو کمانډو ځواکونه مالستان ته په تلو دي.»
دا په داسې حال کې دی چې د غزني تر څنګ په ارزګان، فراه او کندوز کې هم د جګړې خبرونه ورکړل شوي دي.