د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ امنیه قومندان، عبدالصمد له خپلو درې ساتونکو سره د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش وايي پېښه تېره شپه(دوشنبې د مرغومې په درېیمه نېټه) رامنځته شوې ده، دی زیاتوي چې په ګرزیوان ولسوالۍ کې طالبانو پر امنیه قومندان برید کړی دی.
ښاغلی یورش زیاتوي چې په نښته کې لس طالب وسله وال هم وژل شوي دي.