په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د هڅو پر دوام، چین هم په دې برخه کې د خپلو کوښښونو خبر ورکوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل قرغیزستاني سیال سره په کتنه کې وايي، د شانګهای سازمان د همکاریو په لړ کې به د افغانستان لپاره د تماس ډله جوړه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر اونګيي وايي:« موږ به د افغانستان په اړه د شانګهای سازمان د همکاریو په لړ کې یوه ډله جوړه کړو، څو د سولې په برخه کې ښه همکاري وکړي او د افغانستان کورنیو ستونزو ته حل لار پیدا کړي.»
مګر د منځنۍ اسیا لپاره د واشنګټن انسټېټیوټ څېړونکي وايي، د افغانانو له ونډې پرته به د سولې هره لار له ستونزو خالي نه ده.
کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد څرګندوي:«کابل ته مې دا پیغام دی، تر هغه چې افغانان له یوه او بله جلا وي، هېڅ پرمختګ به را نه شي.هغوی به د سولې په خبرو کې پر سرو کرښو د بحث چانس له لاسه ورکړي.»
بل لورته ولسمشر غني د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په انسټېټیوټ کې د وینا پر مهال، یو شمېر هېوادونه د ترهګرو ملاتړي بولي.
ولسمشر محمد اشرف غني زیاتوي:«متاسفانه زموږ سیمه د یو شمېر هېوادونو لهخوا د نورو خپلواکۍ ته د نه احترام له کبله له ګواښ سره مخ ده. تر دې چې یو شمېر له ترهګرو د ملاتړ ترڅنګ، نورو هېوادونو ځانمرګي لېږي، ترکمنستان په دې هېوادونو کې نه راځي.»
ولسمشر غني وايي، ترهګري سیمې او نړۍ ته لوی خطر دی او باید د دې خطرناکې ښکارندې بدیل وموندل شي.