نیوزلنډ کې په یوې بې مخینې او بې سارې ورځ کې، د دغه هېواد په زرګونه مسلمان او غیر مسلمان وګړي جوماتونو ته حاضر شول او د جمعې لمانځه اذان یې واورېد.
د دغه هېواد رسنیو هم د جمعې ورځې اذان په ژوندۍ بڼه خپور کړ.
نن د نیوزلنډ په کرایست چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې د یوه سپین پوستي ښي پلوه له خوا پر مسلمامانانو د برید یوه اوونۍ تېرېږي.
په دغه برید کې ۵۰ تنه وژل شوي او کابو ۵۰ تنه نور ټپیان دي.
د نیوزلند لومړۍ وزیره جسینډا اردرن په دغو مراسمو کې وویل چې د نیوزلنډ ټول وګړي په دغه غم کې شریک دي.
هغې وویل:«نیوزلنډ ستاسو په غم کې شریک دی. موږ ټول یو یوو.»