په هرات ولایت کې ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست دننه چاودنه شوې ده.
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته (جمعه د وري په ۳۰ مه) هغه مهال رامنځته شوې چې د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست کارکوونکي په یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د شنډولو په حال کې وو.
ملي امنیت وايي چې په دغې پېښه کې، د دغه ریاست درې تنه کارکوونکي وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان دي.