د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې ایران ته په سفر تللی، وايي اسلام اباد او تهران په افغانستان کې د سولې ټینګښت غوښتونکي دي او په دې درشل کې له هڅو ملاتړ کوي.
د پاکستان لومړی وزیر، تېره ورځ ماښام له ایراني چارو سره د خبرو اترو لپاره تهران ته ولاړ، عمران خان او حسن روحاني نن (دوشنبې د غوايي ۲ مه) له غرمې وروسته په یوې خبري ناسته کې ګډون وکړ.
خان په دغې خبري ناسته کې، وویل چې پاکستان او ایران په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې اغېزمن شوي چې له دې ډلې پاکستان ته دوه اعشاریه اوه مېلیون افغان وګړو کډواله کېدل او همدارنګه ایران ته د درې مېلیونه افغانان کډواله کېدل دي.
د پاکستان لومړي وزیر ټينګار وکړ، کهچېرې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، په دغه هېواد کې به شرایط بدل شي او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سوداګریزې اړیکې ښې شي.
عمران خان څرګنده کړه:«دا زموږ د هېوادونو غوښتنه ده چې په افغانستان کې سوله وي. موږ به له یو بل سره همکاري وکړو څو د افغانستان د ستونزو لپاره یوه سیاسي حل لاره پیدا شي. کهچېرې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، نه یوازې د افغانستان خلک چې څلوېښت کاله جګړه یې تېره کړې، ارام شي بلکې د پاکستان او ایران له سوداګرۍ سره به هم مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې، د ولسمشر ویاند حسن روحاني هم وویل چې له عمران خان سره په لیدنه کې د افغان سولې له بهیر سره د مرستې په اړه هم خبرې کړې دي.