اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي او لامل یې هم د طالبانو لخوا پ جګړې ټینګار دی.
نوموړي چې نن(دوشنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه طالبان لا هم خپل لجاجت ته دوام ورکوي او پسرلنیو عملیاتو سره یې بریدونه ترسره کړي دي، خو د افغان ځواکونو لخوا ورته ځواب ورکړل شوی دی.
اجراییه رییس همداراز څرګنده کړه چې طالبانو د روژې په میاشت کې اوربند ته نه وویل او په دې میاشت کې به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
هغه کابل کې وروستي برید او همداراز د بغلان د ملي امنیت مرستیال وژنې ته په اشارې وویل چې پر ښاررونو د طالبانو د بریدونو مخنیوی شوی دی.