د برېټانیا لومړۍ وزیرې ترزا مي نن اعلان وکړ چې د روان زیږدیز کال د جون په اومه له خپلې دندې څخه به استعفاء وکړي.
دا کار له هغې وروسته کېږي چې له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان د وتولو لپاره د اغې مي څو طرحې د دغه هېواد په پارلمان کې له ماتې سره مخ شوې.
کهڅه هم د برېټانیا لومړۍ وزیره هڅه کوي چې د بېلابېلو طرحو له وړاندې کولو سره، برېټانیا له اروپايي ټولنې څخه بهر کړي، خو کارګر ګوند چې د مېرمن مي له سیاستونو سره مخالف دی په اروپايي ټولنه کې د برېټانیا د پاتې کېدو غوښتونکی دی.
دوه ورځې مخکې د مېرمن مي د کابینې یوه لوړپوړي چارواکي هم استعفاء وکړه او وې ویل چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د دولت پر کړنو باور نه لري.