Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېټانیا له نړۍ سره د افغانستان نښلولو ته لېوالتیا ښودلې

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د برېټانیا له چارسمبالي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او له نړۍ سره د تعامل په تړاو یې خبرې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د برېټانیا سفارت چارسمبالي، په دغه کتنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو غوښتونکی دی او هڅه کوي چې له نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت اړیکې لا ښې شي.

د سیاسي چارو شنونکي حسن حقیار و ویل: «دا چې برېټانیا په خپله هم پرېکړه کړې چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري او د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د منځګړي رول ادا کړي د دواړو هېوادونو ولسونو لپاره ګټور کار دی.»

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې زیاته کړې چې سرپرست حکومت له نړۍ په ځانګړې توګه له برېټانیا سره د نیک تعامل غوښتونکی دی او د دغه سفارت له چارسمبالي یې وغوښتل چې نړۍ ته د افغانستان رښتینې تصویر وښيي او له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي اجمل زرمتي طلوع نیوز ته و ویل: «ډېره ښه ده چې دا ډول سفرونه وشي ځکه دوی راځي او د اسلامي امارت چارواکو سره ګوري او په ټوله کې د افغانستان د واقعیتونو په اړه شننه کوي او په لیدنو کې وایي چې نړۍواله ټولنه څه غواړي چې همدا په حقیقت کې ډیپلوماسي ده.»

له دې سره سم، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي د برېټانیا سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې چې له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د برېټانیا سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې ټينګار شوی دی چې د برېټانیا او افغانستان ترمنځ تعامل به په راتلونکې کې لا زیات شي.

د سیاسي چارو شنونکي بلال فاطمي و ویل: «تر هغې چې د نجونو ښوونځي بېرته پرا نه نیستل شي او د ښځو حقونه تامین نه شي، فکر نه کوچې دا لویدیځ هېوادونه دې دومره په اسانۍ سره د اسلامي امارت سره تعامل ته زړه ښه کړي.»

د سرپرست حکومت د واکمنۍ د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو سره، تر دې دمه هیڅ یوه هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه