ملي امنیت د خوست ولایت به صبریو ولسوالۍ کې د حقاني ډلې د ۱۲قومندانانو او مشرانو له وژل کېدو خبر ورکړ.
خبرپانه کې دوشنبې(د غبرګولي په ۲۰مه نېټه) راغلي دی چې د افغان ځانګړو ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د حقاني ډلې یو غړی ټپي شوی او درې تنه شکمن کسان نیول شوي هم دي.
د ملي امنیت ریاست همداراز څرګنده کړې چې وژل شویو کسانو په یو شمېر ترهګریز او تخریبي کړنو کې یې لاس درلود.
د خبرپاڼې له مخې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې هم د دوی لاسته ورغلي دي.