د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۲۹مه نېټه
له افغان حکومت سره د مذاکرې مېز ته د طالبانو د راکاږلو د هڅو په لړ کې، ولسمشر غني وايي چې ټاکل شوې په راتلوونکو څو اوونیو کې دا خبرې اترې پیل شي.
ښاغلي غني چې نن له غرمې وروسته (شنبې د چنګاښ په ۲۹ مه) په ارګ کې د «ښاري په نړیوال سمپوزیم» کې وینا کوله، خو د هېوا په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د بریدونو پر دوام یې نیوکه وکړه.
ولسمشر غني له طالب ډلې وغوښتل چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږي او هېواد کې د سولې د تامین او د هېواد د ابادۍ لپاره هڅه وکړي:«سوله زموږ موخه ده؛ د سولې په اړه زموږ په پرتله هېڅوک ټینګ هوډ نهلري خو تاوتریخوالی د یو بل منلو لار نه ده. کله چې څو ورځې او یا هم څو اوونۍ وروسته مذاکره پیلېږي، ولې په بې ګناه خلکو برید وکړو؟»