د زابل ولایت چارواکو نن دوشنبې د (زمري په ۱۴مه) وویل چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله څلور تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.
چارواکي زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او درې ماشومان شامل دي او یو ماشوم هم ټپي دی.
د زابل ولایت ځايي چارواکي همدارنګه څرګندوي چې دا توغندی د مخالفو وسلهوالو لخوا توغول شوی دی.
اخوا بیا مخالفو وسلهوالو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.