د پروان ځايي چارواکو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۱مه) وايي چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې یو ته د سېلابونو د راتلو له امله وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
ځايي چارواکي زیاتوي چې د سالنګ لویه لار هم د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د پروان سیمهيیز چارواکي وايي چې دغه سېلابونه د یکشنبې پر شپه د جبلالسراج ولسوالۍ د تاجکانو سیمه کې د سالنګ لویې لارې په څلور کیلومټرۍ کې راوتلي دي.
د جبلالسراج ولسوال سیفالله بیدار وايي چې دغو سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
بلخوا د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې چارواکي وايي چې د سالنګ لویې لارې په څلور کیلومټري واټن کې د سېلابونو راتلل د دې لامل شوي چې دغه لویه لار وتړل شي او د هغه د پرانیستو لپاره هڅې دوام لري.