د عاشورا د عزادارۍ مراسم نن سېشنبې (د وږي په ۱۹مه) کابل کې له سختو امنیتي تابیاوو سره ترسره شول.
ولسمشر اشرف غني د کابل په لوېدیځ کې په یوه له دغو مراسمو کې له ګډون سره امام حسین یې د عدالت غوښتنې سر لښکر وباله.
بلخوا اجراییه رییس عبدالله عبدالله په جلا مراسمو کې د عاشورا د لمانځلو په اړه وايي چې د عاشورا پيغام هغه پیغام دی چې راتلوونکي پښتونه ورته اړتیا لري.
ولسمشر غني د کابل په لوېدیځ کې د عاشورا د لمانځلو مراسمو کې د ګډون لپاره په چورلکه کې راغلی دی.
هغه د خپلې وینا په یوې برخه کې د سولې په خبرو اترو کې د جمهوریت پر خوندیتابه ټينګار وکړ.
اشرف غني څرګنده کړه:«کهچېرې د امام حسین په څېر یوازې هم پاتې شم بیا هم پر جمهوریت ولاړ یم.»
خو اجراییه رییس عبدالله چې په جلا مراسمو کې ګډون کړی و وايي چې د هېواد دښمن د بېلابېلو طریق له کارونې سره بیا هم نه دي توانېدي چې د افغانانو یووالي ته زیان ورسوي.
عبدالله عبدالله په دې اړه زیاته کړه:«دا ورځ د افغانستان د شیعه او سني د یووالي او د مسلمان ملت د یو موټيوالي څرګندویه ده.»
په ورته مهال د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي هم په دغو مراسمو کې وايي چې د عاشورا پیغام هم هغه دورې او هم راتلوونکو نسلونو ته دی.
هغه په هېواد کې پر یوې پایدارې سولې ټینګار وکړ.
ښاغلي خلیلي زیاته کړه:«له هغو پېښو سره چې روښانه شول موږ یې هیښ کړو دلته باید دولتي مسوولین په ځانکړې توګه ولسمشر صاحب ځواب ویونکي وي، د پېښې تر شا خبره وه، ایا خبر وې سفر دې چې کاوه بل لوری ملابرادر و، او کهچېرې خبر وې ولې د خپلو خلکو ته ونهویل، ولې خلک په تیاره او ابهام کې ساتل کېږي.»
د عاشورا ورځ د ۶۱ هجري لمریز کال د محرم په لسمه د عراق په کربلا کې رامنځته شوه. په هغه پېښه کې امام حسین له خپلو ۷۲ ملګرو سره د یزید ځواکونو له خوا په شهادت ورسېد.