د غوره لیګ نیمه پای لوبو کې شاهین اسمايي ۱-۰ سیمرغ البرز ته ماتې وکړه
د شاهین اسمايي لوبډلې د افغانستان دفوټبال د غوره لیګ په شپږم پړاو سیالیو په نیمه پای لوبو او د تګ په پړاو کې سیمرغ البرز ته ۱- ۰ ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې د نندارچیانو شمېر کابو ۷ زره تنو ته رسېده چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي د شپې له خوا ترسره شوه.
د دغې لوبې یوازینی ګول د لوبې په ۴۳ دقیقې کې مصطفي افشار د شاهین اسماي لپاره ترسره کړ او د لوبې لومړی نیمه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
په دویمه نیمه کې د سیمرغ البرز لوبډلې د خوړلي ګول د جبران لپاره ډېرې هڅې وکړې چې لوبه مساوي کړي خو د ګول په وهلو ونه توانېدل. او لوبه ۱-۰ د شاهین اسمايي په ګټه پای ته ورسېده.
په دې اړه مو اندونه