Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غوره لیګ سیالۍ؛ سیمرغ البرز میوند اتلانو ته ۴-۰ ماتې ورکړه

د هېواد د غوره لیګ د ګروپي لوبو په دوام، د سیمرغ‎البرز او د میوند اتلانو سره سیالي وکړه.

د لوبې لومړۍ نیمه دواړو لوبډلو متعادله پيل کړه؛ که‎څه هم د لوبې په لومړیو دقیقو کې د میوند اتلانو لوبه تر کنټرول لاندې لرله، خو د تمې پر خلاف، دا د سیمرغ البرز لوبډله وه چې د لوبې په ۱۶مه دقیقه کې د نعمت‎الله کریمي په واسطه ګول وواهه.

د لوبې په دوام کې د مویند اتلانو د سیمرغ البرز پر دروازې ډېر بریدونه وکړل، خو د ګول پر وهلو بریالي نه شول.

د لوبې په دویمه نیمايي کې د سیمرغ‎البرز لوبغاړو له لوړې روحیې سره لوبه پیل کړه، او وتوانېدل چې د لوبې او توپ کنټرول ترلاسه کړي. دغې لوبډلې همدارنګه د لوبې په ۸۰ دقیقه کې دویم ګول وواهه.

اخوا بیا د لوبې په ۸۱ دقیقه کې بیاهم فرهاد سوګند وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره ګول ترسره کړي.

دا د کار پای نه و سیمرغ البرز د لوبې په ۹۲ دقیقه کې څلورم ګول هم ترسره کړ څو د هېواد د شمالي حوزې استازي له ډېرو ګولونو بریا ولري. 

په دې ترتیب سره، لوبه څلور د صفر له پایلې سره د سیمر‎البرز په ګټه پای ته ورسېده.

د دغې لوبې په پای کې د سیمرغ‎البرز لوبغاړی نعمت‎الله کریمي د لوبې غوره لوبغاړی معرفي شو.

شریک یي کړئ