Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حمیرا حقمل: عبدالعزیز اریايي د ټاکنو د ګډوډولو په هڅه کې دی

د ټاکیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل، د دغه کمېسیون مشر او دوه نور غړي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر ګډوډولو تورن وي.

اغلې حقمل وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پنځو تنو ګوښه کول د ټاکنو د ویجاړۍ لپاره یوه سیاسي توطیه ده.

د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د رییس او د هغه د مرستیالې تر اختلافونو وروسته دغه بنسټ د خپلو اختلافونو د هوارۍ په موخه لویې څارنوالۍ ته مراجعه کړې ده.

مېرمن حقمل وایي چې د دغې ستونزې د حل لپاره اوس‎ یې لویې څارنوالۍ او ولسمشرۍ ماڼې ۱۰ پاڼیز  لیک استولی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل وویل:«ما د هغوی دغه پرېکړه رد کړه، خو هغه پولي واکونه یې چې ما ته راغلي وو او د مالي او اداري رییس او د رارالانشا رییس واکونه یې واخیستل، ترڅو د دغو کارکوونکو امتیازات بېرته ورکړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې دغه اختلافونه پر ټاکنو د څار بنسټونو لخوا مدیریتي کمزورتیا بلل کېږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې یو رییس او مرستال ونه‎ شي کړلای د ۵ تنو کارکوونکو ستونزې حل کړي او طرف هم واقع نه‎شي، دا څرګندوي چې مشري کمزورې ده، نو هغوی به ټاکنیز شکایتونه او پېښې څه ډول حل کړي؟»

لویې څارنوالۍ ته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د مرستیالې په لیک کې د پنځو کارکوونکو د لیرې کېدو په تړاو د دغه کمېسیون د رییس کار د قانون خلاف بلل شوی خو عبدالعزیز اریایې په دې اړه له خبرو ډډه کوي.

شریک یي کړئ