د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي هېواد کې د کانونو په برخه کې د کانونو لویې پروژې چې حقوقي ستونزې لري، له ډلې یې ۱۵څېړلو ته لومړیتوب ورکړی دی.
دا چارواکي وايي چې د ستونزې هوارۍ په موخه یې دې وزارت کې کمېټې رامنځته کړې دي.
د کانونو وزارت د حقوقي خدمتونو ریاست سرپرست، وليالله ځدراڼ څرګندوي:«په دې بهر کې د کانونو پروژې په لوړه کچه ځای شوي دي او د دې پروژو د ستونزې هواری به د افغانستان خلکو او اقتصاد لپاره ډېره مهمه وي.»
په همدې حال کې د کانونو برخې یو شمېر کارپوهان وايي چې که په دې برخه کې روښانه تګلاره نه وي نو د دې پروژې د ستونزې هواری به ونه شي.
سیدزمان هاشمي وايي:«زه فکر کوم چې اوسمهال به دا وزارت دا وړتیا ونلري چې د کانونو په برخه کې دا لویې ستونزې هوارې کړي. خو ښآیې دا یو پيل وي او تر څو چې یو روښانه لیدلوری نه وي نو دا ستونزې به هوارې نشي.»
کابو اولس کاله مخکې د نوي حکومت په کار کېدو سره د کانونو ویستنې لپاره هڅې پیل شوې، په دې ترڅ کې د مسو عینکو کان، د حاجیګک د اوسپنې کان، د افغان تاجیک د تیلو میدانونه او امو سیند او داسې نورې پروژې دي چې ویل کېدل تر ۲۰۱۷ زیږدیز کاله پورې به ترې د کابل له یو میلیارډه ډالرو زیات عاید ترلاسه شي، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی څرګند.